Home » سپورټ » د افغانستان نجونو فوټبال ملي لوبغاړي پرتګال کې مېشت شوي

د افغانستان نجونو فوټبال ملي لوبغاړي پرتګال کې مېشت شوي

کابل ته د اسلامي امارت له دننه کېدو سره له هېواد دباندې د افغان ځوانانو د تګ لړۍ پيل شوه او په بهر کې مېشت شول. د افغانستان نجونو فوټبال ملي لویغاړې هم د يادو ځوانانو په ډله کې وو چې له افغانستان څخه د وتلو په لومړي ګام کې پاکستان ته لاړې.

د نجونو فوټبال لوبغاړې په پاکستان کې د لنډې مودې لپاره تر پاتې کېدو وروسته وتوانېدې چې پرتګال ته ورسېږي او په همدې هېواد کې له خپلو کورنيو سره يو ځای مېشت شی.

يادو لوبغاړو له فرانس پرېس اژانس سره په خبرو کې ويلي، پرتګال ته په رسېدو سره له ذهني پلوه ارام شوي او بېرته يې د فوټبال کولو ته مخه کړې ده.

يو شمېر دې لوبغاړو هيله څرګنده کړې چې د فوټبال له مشهور لوبغاړي کريسټيانو رونالډو سره چې د همدې هېواد دی، وګوري.

شریکول:

About رویداد خبری آژانس

Leave a Reply

Your email address will not be published. Required fields are marked *

*

x

Check Also

کابل، سوک وهنه، لوبې، ورزش، افغانستان

په کابل کې د سوک وهنې سيالۍ پای ته ورسېدې

د سوک وهنې ملي فدراسيون ...