د افغانستان نجونو فوټبال ۲۰ کلنو لوبډلې، تېره شپې د تاجکستان په پلازمېنه دوشنبه کې د یاد هېواد لوبډلې ته یو د صفر په وړاندې پایلې سره ماتې ورکړه.
دا د مرکزي اسیا فوټبال سیالۍ دي چې لا هم روانې دي.
افغانې لوبغاړې زهرا فولادي، په ۱۷ مه دقیقه کې د خپلې لوبډلې په ګټه ګول وکړ.
افغان لوبډلې په دې سیالیو کې خپله لومړنۍ لوبه ازبکستان ته بایللې وه.
د افغانستان د نجونو فوټبال ۲۰ کلونو لوبډله به سبا دوشنبه د ایران لوبډلې سره مخامخېږي.
د ازبکستان په پلازمېنه دوشنبه کې، د مرکزي اسیا د فوټبال دا سیالۍ، د جون په ۹ مه نېټه پیل شوې دي او تر ۱۸ مې نېټې به دوام وکړي.
افغانستان، تاجکستان، ایران، ازبکستان او قرغزستان د دې سیالۍ ګډونوالې لوبډلې دي.
د مرکزي اسیا نړۍوال جام، د مرکزي اسیا د فوټبال ټولنې د غړو هېوادونو ترمنځ دی.