Home » سپورټ » د افغانستان د کرکټ ملي لوبډلې پخوانی لوبغاړی شېرالله ناصري له زندانه ازاد شو
رویداد خبري آژانس

د افغانستان د کرکټ ملي لوبډلې پخوانی لوبغاړی شېرالله ناصري له زندانه ازاد شو

د افغانستان ملي لوبډلې  پخوانى لوبغاړى چې له څو کلونو راهيسې په زندان کې و، تېره ورځ د زمري ۱۳مه  د ولسمشر غني د ځانګړي فرمان په ترڅ کې له بنده ازاد شو.

شېرالله ناصري  که څه هم د افغانستان لپاره په کومه نړيواله لوبه کې ګډون نه دى کړى، خو له ٢٠٠٩ کال مخکې، چې افغانستان لا د يو ورځنيو لوبو اجازه هم نه وه ترلاسه کړې، شېر الله ناصري د افغان لوبډلې لپاره لوبېده.

د شېر الله ناصري له زندان څخه د راخلاصېدو په تړاو د ملي لوبډلې يو شمېر لوبغاړو هم په فېسبوک کې پوسټونه کړي دي او د هغه په راخوشې کېدو يې خوشحالۍ څرګندونه کړې ده.

تصویر

په دې لړ کې د افغانستان کرکټ ملي لوبډلې دوه  تجربه کاره لوبغاړو محمد نبي او  سمیع الله شینواري  په جلا پوسټونو د هغه په خلاصېدو خوښي ښودلې ده. محمد نبي ليکلي:” ډېر خوښ يم چې د کرکټ ملي لوبډلې پخوانى لوبغاړى ګران ملګرى شېر الله ناصري له اوږد بند وروسته نن ازاد شو”.

ښاغلي نبي  زیاته کړې:” نوموړى زړور، رښتونى، ملت او کرکټ ته ژمن انسان دى.”

محمد نبي همدا راز په دې پوسټ کې ليکلي دي:” ښاغلى ناصري د ولسمشر د ځانګړي فرمان په ترڅ کې ازاد شو. ځاى لري چې په دې برخه کې د ټولو ملګرو او خاصکر د ښاغلي انتظار خادم نه مننه وکړم، چې د وطني ګټو د خونديتوب او ځوان نسل ته د خدمت روحيې په منظور يې د ښاغلي ناصري په خلاصون کې کوښښونه وکړل”.

 همدارازسمیع الله شینواري لیکلي، ډېر خوښ دی چې د کرکټ ملي لوبډلې پخوانی لوبغاړی  شیرالله ناصري له اوږد بند وروسته، آزاد شو.

شینواري زیاته کړې:” ښاغلی ناصري د ولسمشر د ځانګړي فرمان په ترڅ کې ازاد شو. ځای لري چې پدې برخه کې د ټولو ملګرو او خاصکر د ښاغلې انتظار خادم نه مننه وکړم چې د وطني ګټو د خوندیتوب او ځوان نسل ته د خدمت روحیې په منظور یې د ښاغلې ناصري په خلاصون کې کوښښونه وکړل”.

که څه هم دا تراوسه پورې روښانه نه ده، چې شېر الله ناصري د کوم جرم له امله بندي و، خو نوموړي د پلچرخي زندان کې د کرکټ لوبو لپاره يو مېدان هم جوړ کړى و، چې هلته به پکې بنديانو د کرکټ لوبې کولې.

د ٢٠٢٠ کال د جنورۍ په مياشت کې شېر الله ناصري په يو پوسټ کې هم د دغه لوبغالي يادونه کړې وه او د دې لوبغالي د جوړولو په برخه کې يې د محمد نبي، شاپور ځدراڼ، نجيب ځدراڼ، رحمت شاه او ځينو نورو کسانو څخه مننه هم کړې وه.

شریکول:

About رویداد خبری آژانس

Leave a Reply

Your email address will not be published. Required fields are marked *

*

x

Check Also

کابل، سوک وهنه، لوبې، ورزش، افغانستان

په کابل کې د سوک وهنې سيالۍ پای ته ورسېدې

د سوک وهنې ملي فدراسيون ...