Home » دسته‌بندی نشده » د افغانستان د ملي دفاع وزارت د اوربند د نقضولو پېښې څیړي
رویداد خبري آژانس

د افغانستان د ملي دفاع وزارت د اوربند د نقضولو پېښې څیړي


د افغانستان د ملي  دفاع وزارت وايي چې د لوی اختر په ورځو کې له طالبانو سره د اوربند پر مهال د ناامنیو پېښو په تړاو څیړنې کوي.

د دغه وزارت د ویاند مرستیال فواد امان د یکشنبې په ورځ د اګست په دویمه (زمري ۱۲) رسنیو سره په خبرو کې وویل چې له طالبانو سره د درې ورځني اوربند پر مهال د افغانستان په مختلفو سیمو کې د ناامنیو څو محدودې پېښې رامنځ ته شوي دي.

هغه زیاته کړه: “د افغانستان امنیتي او دفاعي ځواکونو د اوربند ټول اصول او قواعد رعایت کړي دي او همداشان اوربند ته پابنده او ژمن پاتې کېږي. د افغانستان خلک دا تمه له طالبانو څخه هم لري”.

ښاغلي امان دا څرګنده نه کړه چې د ناامنیو دغه پېښې په کومو ولایتونو کې او د چا له خوا رامنځ ته شوي دي.

پرون یکشنبه د افغان حکومت او طالبانو ترمنځ د موقت اوربند وروستۍ ورځ وه چې دواړو خواو له لوی اختر څخه مخکې پر یو بل د برید نه کولو اعلان کړی و.

د افغان حکومت او طالبانو له دغه اقدام څخه په ملي او نړیواله کچه پراخ هرکلی وشو.

د افغان حکومت او طالبانو ترمنځ د لوی اختر په درېیو ورځو کې اوربند په داسې حال کې شوی چې ټاکل شوې دواړه خواوې د بندیانو د خوشې کولوپروسې له بشپړېدو وروسته د سولې مخامخ خبرې پیل کړي.

شریکول:

About رویداد خبری آژانس

Leave a Reply

Your email address will not be published. Required fields are marked *

*

x

Check Also

Spiritual Analyses: Checking Out the Realm Beyond

Lots of people transform to ...