Home » افغانستان » د افغانستان د فوټبال ځوانانو ملي لوبډلې عمان لوبډلې ته ماتې ورکړه

د افغانستان د فوټبال ځوانانو ملي لوبډلې عمان لوبډلې ته ماتې ورکړه

له شل کلونو د کم عمره فوټبال لوبډلو د اتلولۍ سياليو په ترڅ کې افغان لوبډله وتوانېده، چې پرون جمعه د (وږي په ۲۵مه) د عمان لوبډلې ته ماتې ورکړي.

افغان لوبډلې دغه لوبه د يو او صفر په مقابل کې له عمان وګټله. افغان لوبغاړی امېد رجبي وتوانيد، چې د لوبې په ۲۸مه دقيقه کې د افغانستان په ګټه ګول وواهي.

د افغانستان او عمان لوبډلو ترمنځ دغه لوبه د عمان په صلاله لوبغاړي کې ترسره شوه. افغان لوبډلې د يادو سياليو په لړ کې خپله لومړنۍ لوبه درې د صفر په مقابل کې پر تايلنډ بايللې ده.

ټاکل شوې چې سبا يک‌نشبه د (وږي په ۲۷مه) افغان لوبډله د فليپين له لوبډلې سره ميدان ته ووځي.

شریکول:

About roydad

Leave a Reply

Your email address will not be published. Required fields are marked *

*

x

Check Also

په سمنګان ولايت کې ترافيکي پېښې‌ ۳۶ کسانو ته مرګژوبله اړولې

د سمنګان امنيه قومانداني خبر ...