Home » اقتصادی » د افغانستان بانک: په ختیځ زون کې له افغانیو ګته اخیستنه ۹۴ سلنې ته رسېدلې
رویداد خبري آژانس

د افغانستان بانک: په ختیځ زون کې له افغانیو ګته اخیستنه ۹۴ سلنې ته رسېدلې

په ۱۳۹۹ لمریز کال کې په ختیځ زون کې له افغانیو څخه ګته اخیستنه، ۹۴ سلنې ته رسېدلې ده.

د افغانستان بانک د بانکي څارنې څانګې رییس، نثار احمد یوسفزي پرون ملت ته د دولت حساب ورکولو په کنفرانس کې وویل، هڅه روانه چې په ختیځ زون کې په بشپړه توګه افغانۍ وکارول شي.

د افغانستان بانک وايي، مخکې کلونو کې په ختیځ زون کې په معاملاتو کې د افغانیو کارونه شاوخوا ۱۴ سلنه وه. خو په ۱۳۹۹ کال کې په یاد زون کې د تر سره شوې سروې له مخې، له افغانیو څخه ګته اخیستنه، ۹۴ سلنې ته رسېدلې ده، چې د افغانستان بانک او پیسو سیاست د بریالیتوب ښکارندویي کوي.

نوموړي همدارنګه وویل، چې د ۱۳۹۹ مالي کال له پیل څخه تر دې مهاله د ډالرو په مقابل کې د افغانیو د تبادلې نرخ ۱.۷۸ سلنه زیات شوی دی.

ښاغلي یوسفزي وویل، د افغانستان بانک رهبرۍ، په بانکونو کې د خلکو بانکي حسابونو د ساتنې او خوندیتوب لپاره پرېکړه وکړه چې دغه حسابونه بیمه شي.

شریکول:

About رویداد خبری آژانس

Leave a Reply

Your email address will not be published. Required fields are marked *

*

x

Check Also

اوچا د روژې په رارسېدلو سره د افغانستان د خلکو په اړه اندېښنه وښوده

د ملګرو ملتونو د بشري ...