Home » افغانستان » د افغانستان بانک: له هغو صرافانو سره معاملې مه کوئ چې جواز نه لري

د افغانستان بانک: له هغو صرافانو سره معاملې مه کوئ چې جواز نه لري

د افغانستان بانک په یوه خبرپاڼه کې له خلکو غوښتنه کړې چې له هغو صرافانو سره د پیسو لېږد‌رالېږد «مبادلې او حوالې» له معاملاتو ته ډډه وکړي چې د فعالیت جواز نه‌ لري.

یاد بانک نن پنج‌شنبه، غبرګولي لسمه پر خپله اېکس‌‌پاڼه لیکلي چې هېواد‌وال دې یوازې له هغو صرافانو سره د پیسو اړوند معاملات وکړي چې له «افغانستان بانک» یې د فعالیت جواز اخیستی وي.

دغه بانک همداراز لیکلي، جواز‌لرونکي صرافان په پلازمېنه کابل او ولایتونو کې فعالیت کوي او په وینا یې، خلک دې د خپلو پیسو د خوندیتوب لپاره «خپل مالي معاملات جوازلرونکو صرافانو سره ترسره کړي.

شریکول:

About Shakiba Naderi

Leave a Reply

Your email address will not be published. Required fields are marked *

*

x

Check Also

په سمنګان ولايت کې ترافيکي پېښې‌ ۳۶ کسانو ته مرګژوبله اړولې

د سمنګان امنيه قومانداني خبر ...