د افغانستان او سنګاپور د فوټبال ټیمونو ترمنځ دوستانه لوبه یوه د یوه په وړاندې په مساوي ډول پای ته ورسېده.
دا لوبه پرون ماښام په متحده عربي کې وشوه.
دا نړیوال جام او اسیایي جام ته د لار موندنې له مسابقو مخکې د افغانستان د ټیم دوهمه تمریناتي سیالۍ وه.
ټاکل شوې ده چې نړیوال جام او اسیایي جام ته د لار موندنې لپاره راروانه پنجشنبې په شپه په قطر کې له بنګله دیش سره مخ شي.
په لومړۍ تمریناتي سیالۍ کې افغانستان اندونیزیا ته ماتې ورکړې وه.