د افغان حکومت د مرکچي پلاوي درې غړي او د سولې په چارو کې د دولت وزير داسې مهال له دوحې بېرته کابل ته راستانه شوي چې د طالبانو سره خبرو تر دې مهاله کومه څرګنده پايله نه ده لرلې.
د افغانستان د ملي روغې جوړې عالي شورا منلې چې د مرکچي پلاوي درې غړي او د سولې په چارو کې د دولت وزير له دوحې بېرته کابل ته ستانه شوي دي.
فوزيه کوفي، کليمالله نقيبي او متين بېګ د مرکچي پلاوي هغه درې غړي دي چې د سولې په چارو کې د دولت له وزير سره يو ځای کابل ته راغلي دي.
خو د روغې جوړې عالي شورا ويلي، ياد کسان د يو شمېر شخصي ستونزو له کبله هېواد ته راستانه شوي او ټاکل شوې چې ډېر ژر بېرته دوحې ته ستانه شي.
د افغان حکومت او طالبانو تر منځ د سولې بينالافغاني خبرې د سپټمبر په ۱۲مه په دوحه کې پيل شوې، خو تر دې مهاله نه يوازې دا چې چندان پرمختګ نه لري، بلکې هېواد کې ورسره تاوتريخوالی لا ډېر شوی دی.
رویداد خبري آژانس په افغانستان کې لومړنۍ دیجټلي خبري آژانس