ټاکل شوې چې د اسراییلو د حکومت د امنیتي کابینې غړي نن (دوشنبې، د سلواغې ۲۹مه) له حماس سره د اوربند په دویم پړاو وغږیږي.
د راپورونو له مخې، حماس غورځنګ ویلي چې ټاکل شوې په غزې کې د اوربند دویم پړاو په اړه خبرې ژر پیل شي. په دې پړاو کې به پاتې برمته شوي کسان خوشې شي او په غزه کې د دایمي اوربند په تړاو خبرې وشي.
د ویلو ده چې تر دې وړاندې حماس غورځنګ د برمته شویو کسانو خوشي کول ځنډولي وو او زیاته کړې یې وه چې اسراییلو د اوربند له شرایطو څخه سرغړونه کړې ده.
په همدې حال کې حماس تېره شنبې د ۳۶۹ فلسطینيانو په بدل کې درې برمته شوي اسراییلیان خوشي کړل. د اسراییلو او حماس ترمنځ د موقت اوربند د پيل راهيسې دا له فلسطيني بنديانو سره د اسرایيلي برمته شويو د تبادلې شپږم پړاو و.
د غزې د روغتیا وزارت د شمېرو له مخې، په غزه کې د اسراییلو په غچ اخیستونکي کمپاین کې د ښځو او ماشومانو په ګډون ۴۸زره او ۲۱۹ کسان وژل شوي دي.