Home » سپورټ » د اروپا د فوټبال جام؛ بلجیم، اتریش او ډنمارک د ۱۶ غوره لوبډلو پړاو ته ووتل
رویداد خبري آژانس

د اروپا د فوټبال جام؛ بلجیم، اتریش او ډنمارک د ۱۶ غوره لوبډلو پړاو ته ووتل

د اروپا د فوټبال جام په سیالیو کې د دوشنبې په شپه څلور لوبې وشوې.بلجیم دوه صفر فنلنډ مات کړ.

هالنډ په درېیو ګولونو شمالي مقدونیه ماته کړه، اتریش یو سفر اوکراین له مخې لېرې کړ او ډنمارک روسیې ته څلور د یو په مقابل کې ماته ورکړه.

د نن شپې په لوبو سره ډنمارک، اتریش او بلجیم د پري کوارټر فاینل یا د ۱۶ غوره لوبډلو پړاو ته ووتل.

د ایټالیا،وېلز او هالنډ ټیمونه لا وختي دې پړاو ته لار موندلې.

د اروپا د فوټبال جام سیالۍ د جون په ۱۱مه پيل شوي او د جولای تر ۱۱مې دوام کوي.

شریکول:

About رویداد خبری آژانس

Leave a Reply

Your email address will not be published. Required fields are marked *

*

x

Check Also

کابل، سوک وهنه، لوبې، ورزش، افغانستان

په کابل کې د سوک وهنې سيالۍ پای ته ورسېدې

د سوک وهنې ملي فدراسيون ...