Home » سیمه او نړی » د اردن پادشاه: د غزې بیارغونه باید د اوسېدونکو له ایستلو پرته ترسره شي

د اردن پادشاه: د غزې بیارغونه باید د اوسېدونکو له ایستلو پرته ترسره شي

د اردن پادشاه دویم عبدالله له ډونالډ ټرمپ سره په یوې ګډې ناستې کې ټینګار کړی چې د غزه بیارغونه باید د اوسېدونکو له ایستلو پرته ترسره شي.

هغه په دغه غونډه کې ویلي دي: “ما له ټرمپ سره ګټورې خبرې وکړې او د دواړو هېوادونو په پایداره اړیکو مو بحث وکړ، موږ د دواړو هېوادونو په مشارکت، ګډ امنیت، ثبات او سولې ته د لاسرسي په تړاو خبرې وکړې.”

نوموړی زیاتوي: “ما په غزه او لوېدیځه غاړه کې د فلسطینیانو د بې ځایه کېدو په وړاندې د اردن کلک دریځ بیا تکرار کړ او ومې ویل چې د اردن ګټې، د هغه ثبات او د اردن د خلکو ساتنه زما لپاره له هرڅه باارزښته ده.”

دا په داسې حال کې ده چې د امریکا ولسمشر ډونالډ ټرمپ په بیا بیا د غزې د بیارغونې او بشپړ کنټرول په ترلاسه کولو کې د غزې د اوسېدونکو پر ایستلو ټینګار کړی دی.

شریکول:

About Shakiba Naderi

Leave a Reply

Your email address will not be published. Required fields are marked *

*

x

Check Also

په هند کې څه باندې ۳۰ هوايي ډګرونو خپل فعالیتونه ځنډولي

د هند او پاکستان ترمنځ ...