Home » افغانستان » د اختر په ورځو کې ترافیکي پېښو د ۵۰ تنو ژوند اخیستی

د اختر په ورځو کې ترافیکي پېښو د ۵۰ تنو ژوند اخیستی

د ا.ا د ترافیکو عمومي ریاست ویلي چې، د اختر په څلورو ورځو کې د ترافیکي پېښو له امله ۵۰ کسان مړه شوي دي.

باختر اژانس راپور ورکړی چې د کوچني اختر په ورځو کې د هېواد په بېلابېلو سیمو کې ۱۰۲ ترافیکي پېښې شوې دي.

د باختر اژانس د راپور له مخې، په دغو پیښو کې ۵۰ تنه چې ۸ یې ښځې او د ۱۳ یې ماشومان دي، خپل ژوند لاسه ورکړی او همداراز ۱۸۵ تنه نور چې ۳۴ ښځې او ۳۳ یې ماشومان دي، ژوبل شوي دي.

باختر اژانس د ترافیکو عمومي ریاست د مسوولینو له قوله لیکلي، چې ډېری دا پېښې په هرات، غزني او پکتیکا ولایتونو رامنځته شوې دي.

شریکول:

About Shakiba Naderi

Leave a Reply

Your email address will not be published. Required fields are marked *

*

x

Check Also

ملګري ملتونو: پاکستان دې د افغانانو له جبري ایستلو ډډه وکړي

د افغانستان په چارو کې ...