د اتریش هېواد چمتوالی ښودلی چې د ویدیو کنفرانس له لارې به د افغان ډاکتران ظرفیت لوړونه کې کار وکړي.
د بهرنیو چارو وزارت سرپرست محمد حنیف اتمر د اتریش له بهرنیو چارو وزیر الیکساندر ټیلفوني خبرې کړي دي.اتمر، الیکساندر ته په افغانستان کې د روان وضعیت او سولې په تړاو مالومات ورکړي او ترې غوښتي یې دي چې د افغان دیپلوماتانو ظرفیت لوړولو او د کرونا ویروس سره د مبارزې برخه کې له افغانستان سره مرسته وکړي.
اتریش افغانستان سره ژمنه کړې چې د کرونا ویروس مخنیوي برخه کې به ۲ میلیونه ایرو مرسته کوي او د افغان دیپلوماتو روزنې برخه کې به وروسته خبر ورکړي.