Home » سیمه او نړی » د اتريش لومړي وزير له خپلې دندې استعفا ورکړه

د اتريش لومړي وزير له خپلې دندې استعفا ورکړه

د اتريش لومړي وزير سباسټين کورټس پرون ناوخته د (تلې په ۱۷مه) له دې کبله چې د نوموړي په اړه د څارنوالۍ څېړنو له امله په دولت کې د ناسم احتمالي وضعيت رامنځته کېدو مخنيوی وشي، له خپلې دندې استعفا ورکړه.

نوموړي له خپلې استعفا سره سم د دولتي چارو د ثابتو ساتلو په موخه، د بهرنيو چارو اوسنی وزير الکسانډر شانلبرګ خپل ځای ناستی معرفي کړی دی.

کورټس چې د خپلې استعفا د اعلانولو پرمهال يې خبرې کولې وويل، د لومړي وزير له دندې تر استعفا وروسته به د خپل ګوند د مشر په توګه کارونو ته دوام ورکړي.

نوموړی او د هغه يو شمېر نږدې هغه همکاران پر فساد تورن شوي او د دې ترڅنګ پرې دا تور هم دی چې رسنۍ يې د ځان او خپل ګوند په ګټه کارولي دي.

د تېرې چهار شنبې په ورځ د (تلې په ۱۵مه) د اتريش څارنوالۍ اعلان وکړ چې پر لومړي وزير سباسټن کورټس او د هغه پر نږدې همکارانو د فساد له امله د شويو ادعاوو په اړه يې څېړنې پيل کړې دي.

شریکول:

About رویداد خبری آژانس

Leave a Reply

Your email address will not be published. Required fields are marked *

*

x

Check Also

په هند کې څه باندې ۳۰ هوايي ډګرونو خپل فعالیتونه ځنډولي

د هند او پاکستان ترمنځ ...