د ا.ا د پوځ لوی درستیز، فصیح الدین فطرت ویلي چې د افغانستان هوایي حریم لا هم د امریکا په کنټرول کې دی.
ښاغلي فطرت دا څرګندونې تېره شپه (سهشنبه د کب ۱۵مه) له طلوع نیوز سره په مرکه کې کړې دي.
فطرت په دې مرکه کې ویلي: “اوس هم کله ناکله بې پیلوټه الوتکې ګرځي او هوایي حریم تر دې مهاله د امریکا لخوا اشغال شوی.”
هغه زیاته کړې چې لا نه ده روښانه، خو کیدای شي دا بې پيلوټه الوتکې له کوم ګاونډي هېواد څخه افغانستان ته دننه شي.