Home » افغانستان » د ISI مخکينی مشر له ټي‌ټي‌پي سره د مذاکراتو په موخه کابل ته رسېدلی

د ISI مخکينی مشر له ټي‌ټي‌پي سره د مذاکراتو په موخه کابل ته رسېدلی

په داسې حال کې چې په کابل کې د پاکستان حکومت او د تحريک طالبان پاکستان ترمنځ د مذاکراتو په اړه راپورونه خپار شوي، اوس تازه ويل شوي چې د پاکستان استخباراتي شبکې يا ISI مخيکنی رئيس جنرال فېض حميد هم کابل ته رسېدلی دی.

پاکستاني خبريالانو ويلي، په کابل کې ځينو سرچينو ورته تائيد کړې چې فېض حميد څو ورځې وړاندې کابل ته رسېدلی او دغلته يې د پاکستاني طالبانو له مشرانو سره مذاکرات پيل کړې دي.

پاکستاني خبريال اياز ګل په خپل ټوېټر کې لېکلي، کابل ته د فېض حميد له رسېدو سره سم د تحريک طالبان پاکستان او د پاکستان حکومت ترمنځ مذاکرات د افغان طالبانو په منځګړيتوب پیل شوي.

څېړنوکي او خبريال بلال سروري هم په خپل ټوېټر کې دا موضوع تائيد کړې او ويلي يې دي، چې فېض حميد د کابل سرېنا هوټل ته رسېدلی او دغلته يې د پاکستاني طالبانو يا TTP له مشرانو ليدنه کړې ده.

د پاکستاني طالبانو او د دې هېواد د حکومت ترمنځ دغه مذاکرات داسې مهال دوام لري، چې پرون د پاکستان پوځ په شمالي وزيرستان کې د TTP د,و مهمو قومندانانو د وژلو ادعا وکړه.

شریکول:

About roydad

Leave a Reply

Your email address will not be published. Required fields are marked *

*

x

Check Also

په سمنګان ولايت کې ترافيکي پېښې‌ ۳۶ کسانو ته مرګژوبله اړولې

د سمنګان امنيه قومانداني خبر ...