Home » افغانستان » خوړو نړيوال پروګرام روان کال له ۲۱ ميليون افغانانو سره مرسته کړې

خوړو نړيوال پروګرام روان کال له ۲۱ ميليون افغانانو سره مرسته کړې

د خوړو نړيوال پروګرام يا WFP وايي، اوس مهال په افغانستان کې ډېری کورنۍ پر دې نه توانېږي چې خپلو کورنيو او اولادونو ته روغتيايي خواړه چمتوو کړي.

د ملګرو ملتونو دې ادارې نن يک‌شنبه د (لړم په اوله) خپل ټوېټر کې په دې اړه ليکلي، چې دامهال په افغانستان کې له هرو ۱۰ کسانو څخه ۹ هغه يې کافي خوړو ته لاسرسی نه لري.

د خوړو نړيوال پروګرام په خبره، په افغانستان کې يې وضعيت ته په پام سره په روان ۲۰۲۲ کال کې يې له ۲۱ ميليون ډېرو افغانانو ته چې د خوړو له ناخونديتوب سره مخ دي، مرسته رسولې ده.

په افغانستان کې د جمهوري نظام له سقوط را وروسته د نړيوالو مرستو بندېدا د دې سبب شوه، چې د بل هر وخت په پرتله افغانستان بشري مرستو ته ډېره اړتيا پيدا کړي.

شریکول:

About roydad

Leave a Reply

Your email address will not be published. Required fields are marked *

*

x

Check Also

پاکستان شاوخوا ۸۰۰ افغان کډوال بندیان کړي

په اسلام اباد کې د ...