۱ ـ په تېر وخت پسې زړه مه تړئ: اړينه ده په هغه څه فکر وکړئ چې همدا وخت يې کولی شئ. همدا اوس يوازنی وخت دی چې ستاسې په کنټرول کې دی. تېر هېر کړئ کله چې د تېر آرمان کوئ د خپل پرمختګ مخه ډپ کوئ.
دا واقعيت ومنئ چې په هېڅ ډول نه شئ کولی تېر وخت را وګرځوئ، تېر وخت هغه غشی دی چې له لېندې وتلی او خپل منزل ته رسېدلی دی.
۲ ـ په راتلونکې پورې زړه مه تړئ: په راتلونکو پېښو پوهېدل اړين نه دي، څه چې اړين دي دا دي چې له همدې شېبې څنګه ګټه واخلئ، ستاسې راتلونکې د حال له کړنو سر چينه اخلي.
۳ ـ په احساساتو پورې هم زړه مه تړئ: موږ اکثره وخت احساساتو پورې زړه تړلی وي خو هېره مو وي چې احساسات د کم وخت لپاره ژوندي وي.
۴ ـ له افرادو (خلکو) سره اړيکي وپالئ خو زړه په چا پورې مه تړئ، ګنې زړه به مو مات شي.
۵ ـ په موقف پورې زړه مه تړئ: مقامونه د بل چاملکيت دی، نه شو کولی چې خپله څوکۍ يا مقام د تل لپاره وساتو. هغه کسان چې په خپل موقف پورې زړه تړي او په نورو چارو غور نه کوي، زړه يې هغه وخت ماتيږي چې کله له موقف لرې شي.
مګر کله چې د وابستګي ( په یو څه پسې زړه تړل) له قيده ځان آزاد کړو، نړۍ د خوشالي نورې لارې راته پرانيزي، ممکن د خوشالي نه تصور کېدونکي امکانات په لاس راشي.