د خوست د امنیې قومندانۍ مسوولین وايي، چې د دغه ولایت د مرکز متون ښار په لومړۍ امنیتي حوزه کې یوه شپږ کسیزه ډله د غلا په تور نیول شوې ده.
د یادې قومندانۍ مسوولینو رسنیو ته وویل، چې دغو کسانو به د نظامي یونیفورم څخه ګټې اخیستنې سره خلک لوټل.
د مسوولینو په وینا، له نیول شویو کسانو سره یومیل کلاشينکوف، دوه لاسي بمونه، یوه مخابره، څلور کیلو چرس، یو ټیکسي او کرولا ډوله موټر هم نیول شوي دي.
د یادونې وړ ده، چې د نیول شویو کسانو دوسیې به له څېړنو وروسته عدلي او قضايي ارګانونو ته وسپارل شي.