Home » افغانستان » خلیلزاد: سیمه او نړۍ اجازه نه ورکوي چې طالبان د زور له لارې ځان واک ته ورسوي
رویداد خبري آژانس
د افغان سولې لپاره د امریکا د بهرنیو چارو وزارت ځانګړی استازی، زلمی خلیلزاد

خلیلزاد: سیمه او نړۍ اجازه نه ورکوي چې طالبان د زور له لارې ځان واک ته ورسوي

امریکا وایي سیمه او نړۍ اجازه نه ورکوي چې طالبان د زور له لارې ځان واک ته ورسوي.

په کابل کې د امریکا د سفارت له لوري پرون دوشنبه (د غویي۱۳مه نېټه) په یوه خپره شوې خبرپاڼه کې راغلي چې زلمي خلیلزاد او په کابل کې د امریکا د سفارت شارژدافیر له افغان چارواکو سره د سولې پر وروستیو پرمختګونو خبرې کړې دي.

خبرپاڼه زیاتوي چې زلمي خلیلزاد له افغان حکومت د ملاتړ ډاډ ورکړی دی او ټینګار یې کړی چې د افغانستان څلوېښت کلنه جګړه یوازې د خبرو له لارې ختمېدلی شي.

په خبرپاڼه کې د خلیلزاد له خولې لیکي، چې نړیوال او سیمه ییز هېوادونه په هېڅ صورت طالبانو ته اجازه نه ورکوي چې د جګړو له لارې خپلو موخو ته ورسېږي، بلکې دوی باید مذاکرات وکړي او جګړې کمې کړي.

هغه ټینګار کړی چې افغان جګړه نظامي حل نه لري. خلیلزاد تېره ورځ له ولسمشر غني سره کتلي وو او ارګ په خپره کړې اعلامیه کې ویلي وو، چې په لیدنه کې د سولې اړوندو مسایلو باندې خبرې شوې دي.

شریکول:

About رویداد خبری آژانس

Leave a Reply

Your email address will not be published. Required fields are marked *

*

x

Check Also

په سمنګان ولايت کې ترافيکي پېښې‌ ۳۶ کسانو ته مرګژوبله اړولې

د سمنګان امنيه قومانداني خبر ...