د افغانستان د سولې لپاره د امریکا پخوانی ځانګړی استازی زلمی خلیلزاد وایي، د ملګرو ملتونو سرمنشي انتونیو ګوتېرش به شاوخوا دوه اوونۍ وروسته په دوحه کې د افغانستان په اړه د یوې غونډې کوربه وي.
دا غونډه داسې مهال جوړېدونکې ده چې ملګرو ملتونو خبرداری ورکړی، که طالبان د دوی ښځینه همکارانې بېرته کار ته پرېنږدي، له افغانستانه به د وتلو زړه بوږنوونکې پرېکړه وکړي.
خلیلزاد تېره شپه پر خپله ټویټرپاڼه لیکلي چې، ښاغلی ګوتېرش به د افغانستان لپاره د هېوادونو له ځانګړو استازو سره د مې په لومړۍ نېټه په دوحه کې غونډه ولري.
ښاغلي خلیلزاد دغو لیدو کتو ته ځینې وړاندیزونه کړي چې لومړی هغه یې د دوحې د هوکړې عملي کول دي.
هغه د دغې هوکړې د عملي کولو او د اوسنیو شرایطو د ارزونې لپاره د یوې تګلارې جوړول مهم بللي او په خبره یې د دغې تګلارې لپاره اړتیا ده چې ښاغلی ګوتېرش او د غونډې نور ګډونوال له طالب استازو سره هم خبرې وکړي.