د ايران ستر مذهبي مشر ايتالله خامنهيي پر اوکراين د روسيې د بريد پلوي کړې او دغه بريد يې د روسيې د ابتکار په بللو سره، د ناټو د مخنيوي ښه غوراوی بللی دی.
نوموړي پرون سېشنبه ناوخته د (چنګاښ په ۲۸مه) په تهران کې د روسيې له ولسمشر ولاديمير پوتين سره په ليدنه کې ويلی، چې که روسيې پر اوکراين بريد نه وی کړی، نو ناټو د عمل ابتکار په لاس کې اخيسته او د جګړې لامل ګرځېده.
خامنهيي زياته کړې، که روسيې په اوکراين کې د ناټو مخه نه وی ډپ کړې، نو دې سازمان همدا جګړه موده وروسته د کريميا په نوم په روسيې کې پيلوله.
هغه د ولسمشر پوتين هغه هڅې چې د روسيې د خپلواکۍ ساتلو او دغه راز يې د نوموړي هېواد د پياوړتيا په برخه کې کړې، ستايلې او پوتين يې د عمل سړی ياد کړی دی.
د دې ترڅنګ خامنهيي د امريکا او لوېديځ هېوادونو له لوري پر ايران او روسيې لګول شوو بنديزونو ته هم اشاره کړې او ويلي يې دي، چې د يادو بنديزونو پر وړاندې د مسکو او تهران ګډې اوږدمهال همغږۍ ته ډېره اړتيا ده.
د روسيې ولسمشر ولاديمير پوتين او د ترکيې ولسمشر رجب طيب اردوغا د ايران له ولسمشر ابراهيم رئيسي سره د درې اړخيزه ناستې په موخه پرون سېشنبه تهران ته رسيدلي دي.