د ايران مذهبي مشر ايتالله خامنهاي وايي، په افغانستان کې د ترهګرۍ د پراختيا دغه راز په نوموړي هېواد کې د امنيتي او بشري وضعيت په تړاو انديښنې لا هم پر خپل ځای دي.
نوموړي دا څرګندونې پرون دوشنبه د (غبرګولي په ۹مه) مازدېګر مهال د تاجکستان له ولسمشر امام علي رحمان سره د لېدنې پرمهال کړي دي. خامنهاي زياته کړې، ايران او تاجکستان د سيمې او په ځانګړې توګه د افغانستان په برخه کې شريکې انديښنې لري او ويلي يې دي چې دا انديښنې په افغانستان کې د ترهګرۍ د بيا احيا او پراخېدو له امله دي.
نوموړي ټينګار کړی، چې د افغانستان اوسني واکمنان کولی شي چې د ګډ او ټولشموله دولت په رامنخته کولو سره د هېوادونو ورته اندېښنو ته ځواب ووايي او رفعه يې کړي.
له دې سره د تاجکستان ولسمشر امام علي رحمان هم په افغانستان کې وضعيت ناسم بللی او ويلي يې دي چې دغه حالت د ايران او تاجکستان پر وضعيت هم مسقيم اغېز کولی شي.
نوموړي تهران ته د خپل سفر پرمهال په افغانستان کې د ترهګرۍ پر موضوع دوه اړخيز بحث عمده او مهم بللی او زياته کړې يې ده، چې دواړه هېوادونه په افغانستان کې د يوه ګډ او ټولشموله دولت له لارې د سولې او ثبات پر تحکيم باوري دي.
امام علي رحمان ټينګار کړی چې د ايران او تاجکستان امنيتي همکارۍ به وکولی شي، چې په سيمه کې د امنيتي خطرونو په تړاو د دواړو هېوادونو اندېښنې رفعه کړي.