د امربالمعروف او نهي عنالمنکر وزارت سرپرست خالد حنفي د حجاب په تړاو د وروستيو نړيوالو غبرګونونو په اړه وايي، اسلامي امارت د شرعي قانون د پلي کولو په موخه کلونو مبارزه کړې او په خبره يې اوس د دې وخت را رسېدلی چې شرعي قانون په بشپړه توګه عملي شي.
نوموړي پرون سېشنبه د (غويي په ۲۰مه) د ظرفیت لوړونې په موخه د درې ورځني سیمینار د پای ته رسېدو پرمهال ګډونوالو ته وويل، چې د نړۍ هېوادونه حق نه لري څو د افغان ميرمنو د حجاب په اړه پرېکړه وکړي. نوموړي زياته کړه چې د امربالمعروف او نهي عنالمنکر وزارت غواړي څو ميرمنې په عزت او وقار کې و اوسي.
حنفي په کابل او ولايتونو کې خپل محتصبانو ته واک ورکړی چې د ميرمنو حجاب په ټوله مانا تطبيق کړي؛ خو د اسلامي امارت مهم غړي انس حقاني بيا په همدې غونډه کې ويلي، چې د امري باالمعروف په نوم بايد خلک له اسلام متنفر نه شي.
نوموړي ټينګار کړی چې د ولس له ارادې سره سم دې دوی خيال وساتل شي.
د حجاب جبري کولو په تړاو د اسلامي امارت پرېکړه په کور دننه او بهر له سختو نيوکو سره مخ ده. امريکا په دې اړه ويلي، که طالبان د بشري حقونو د نقض په اړه له خپلو وروستيو پرېکړو په شا نه شي، نو فشارونه به پرې زيات شي.