Home » افغانستان » حکومتي پلاوی له هېوادونو سره د مذاکراتو په موخه ناورې ته رسېدلی

حکومتي پلاوی له هېوادونو سره د مذاکراتو په موخه ناورې ته رسېدلی

د اسلامي امارت چارواکي خبر ورکوي چې پرون شبنه د ( سلواغې په ۲مه) د بهرنيو چارو سرپرست وزير اميرخان متقي په مشرۍ پلاوی د ناروې په غونډه کې د ګډون په موخه دې هېواد ته رسېدلی دی.

له ياد سفر څخه څو شيبې وړاندې اميرخان متقي ويلي، په دې ناسته کې به پر يو شمېر عربي او اروپايي هېوادونو سربېره د امريکا له استازو سره هم د دوه اړخيزه اړيکو بحث او خبرې وکړي.

نوموړي زياته کړې چې په دې درې ورځنۍ غونډه کې به ډېر تمرکز پر سياسي او اقتصادي مسايلو او دغه راز د بشري مرستو د جلبولو په موخه د يادو هېوادونو له استازو سره خبرې وشي.

متقي په ورته وخت کې اروپا ته دغه لومړنی سفر مهم بللی او زياته کړې يې ده، چې دغه سفر به له هېوادونو سره د تعامل په برخه کې له لاسته راوړنو ډک وي. نوموړي ويلي چې دامهال د نړۍ يو شمېر هېوادونه له افغانستان سره د اړيکو لرلو ته لېوال دي او په دې برخه کې د اسلامي امارت له لوري ترسره شوې هڅې هم مثبتې دي.

شریکول:

About رویداد خبری آژانس

Leave a Reply

Your email address will not be published. Required fields are marked *

*

x

Check Also

په سمنګان ولايت کې ترافيکي پېښې‌ ۳۶ کسانو ته مرګژوبله اړولې

د سمنګان امنيه قومانداني خبر ...