Home » افغانستان » حکومت په افغانستان کې د مرګ ژوبلې په اړه د اقتصاد او سولې انسټېټيوټ راپو رد کړ

حکومت په افغانستان کې د مرګ ژوبلې په اړه د اقتصاد او سولې انسټېټيوټ راپو رد کړ

د اقتصاد او سولې اسنټېټوټ په خپل تازه راپور کې چې ترهګرۍ شاخصونو له امله د ځپل شوو هېوادونو په اړه يې خپور کړی، افغانستان هم ترهګرۍ ځپلی هېواد ياد کړی دی.

په دې راپور کې ويل شوي چې په ۲۰۲۱ زېږديز کال کې افغانستان ۸۳۷ ترهګريزو پېښو شاهد چې په کې ۱۴۲۶ تنه وژل شوي او ۲۱۹۹ تنه نور ټپيان شوي.

په راپور کې د ۲۰۲۱ کال تر ټولو خونړۍ پېښه د کابل پر هوايي ډګر د داعش ډلې ځانمرګی بريد ياد شوی، چې د امريکايي ځواکونو له لورې د تخليې عملياتو پرمهال وشو او په پايله کې يې ۱۸۰ تنه ووژل شول او ۲سوه تنه ټپيان شول.

د اقتصاد او سولې انسټېټيوټ په خپل دې راپور کې ويلي، که څه هم په افغانستان کې د طالبانو له واک ته رسېدو سره دې ډلې ته منسوب ترهګريز بريدونه کم شوي؛ خو په راتلونکي کې د طالبانو او داعش ډلې ترمنځ د جګړې پېښېدو قوي احتمال شته.

د ياد راپور له مخې له افغانستان وروسته عراق په دويمه کټګورۍ کې دی. دغلته ۸۳۳ ترهګريزې پېښې شوي چې له امله يې ۵۲۴ تنه وژل شوي او ۸۳۶ نور ټپيان دي.

په پاکستان کې ۱۸۶ ترهګريزې پېښې شوي. ۲۷۵ تنه يې په ترڅ کې وژل شوي او ۴۶۹ نور ټپيان شوي دي. سومالیه، بورکینافاسو، سوریه، نایجریا، مالي، نېجر او میانمار بيا په ترتيب سره د ترهګرۍ له امله د زيانمنو هېوادونو لسم ځای خپل کړی دی.

په راپور کې زياته شوې چې د افرېقا په سوېلي هېوادونو کې د ترهګرۍ له امله د اووښتې مرګ ژوبلې ۴۸ سلنه د الشباب، داعش او بوکوحرام ډلې پورې مربوط دي.

خو اسلامي امارت بيا دغه راپور رد کړی او ويلي يې دي چې په افغانستان کې د مرګ ژوبلې په کې شوې محاسبه ناسمه ده.

د اسلامي امارت وياند ذبيح‌الله مجاهد ويلي: «موږ د خپل هېواد د ازادۍ لپاره مبارزه او جهاد کاوه. کله چې هېواد ازاد او امنیت شو، اسلامي امارت اوس په عادي حالت کې دی او د جګړې برخه نه‌ده.»

نوموړي زياته کړې چې په افغانستان کې د اسلامي امارت او داعش ډلې ترمنځ د جګړې هېڅ احتمال نه شته؛ ځکه د نوموړي په خبره ياده ډله په افغانستان کې فزیکي حضور نه‌ لري او کومه ځانګړې سیمه يې هم نه‌ده نیولې چې ګواښ وګڼل شي.

شریکول:

About roydad

Leave a Reply

Your email address will not be published. Required fields are marked *

*

x

Check Also

په سمنګان ولايت کې ترافيکي پېښې‌ ۳۶ کسانو ته مرګژوبله اړولې

د سمنګان امنيه قومانداني خبر ...