د افغانستان بهرنیو چارو سرپرست وزیر حنیف اتمر ویلي له افغان ځواکونو سره د طالبانو روانه جګړه کومه توجيه نه لري او هر څومره ژر چې وي طالبان باید تاوتریخوالی کم او له دولت سره مخامخ خبرو ته حاضر شي
حنيف اتمر د هوور څیړنیز مرکز سره په خبرو کې ویلي طالبانو سره د خبرو لومړني ټکي به په بشري اوربند موافقه، ګډ راتلونکي پلانونه، اساسي قانون، د سولې تړون عملي کول او ورته نور مسایل وي.
اتمر ویلي په هر ډول هوکړه کې به جمهوریت، د بشري حقونو او جوړو شویو بنسټونو ساتنه سرې کرښې وي او نړیوال باید له طالبانو سره د شوني تړون د عملي کېدو ضمانت وکړي.