دافغانستان د بهرنیو چارو وزیر حنیف اتمر ویلي چې افغان دولت د بهرنیو ځواکونو تر وتلو وروسته د ترکیې له لوري په کابل کې د حامد کرزي نړیوال هوایي ډګر د امنیت ساتلو هرکلی کوي.
حنیف اتمر له ټيارټي سره په تازه مرکه کې ویلي چې دوی د ترکیې له لوري د حامد کرزي نړیوال هوایي ډګر د ساتلو هرکلی کوي او دا چاره د نړیوالو د ډیپلوماټیک حضور او له افغانستانه د ناټو او نړیوالو مرستو د دوام لپاره اړینه ده.
اتمر دغه راز زیاته کړې چې د دغه هوایي ډګر د امنیت ساتلو برخه کې له ترکيې سره د پاکستان د مرستې په اړه سؤ تفاهم شوی دی ځکه د نوموړي په خبره، ترکیې د هوایي ډګر د ساتلو برخه کې نه بلکې د سولې برخه کې د پاکستان مرسته غوښتې وه.