په تېر حکومت کې د ملي امنيت شورا سلاکار حمدالله محب وايي، په اسنيو شرايطو کې طالب مشران پر حکومتولۍ د نه پوهېدو ترڅنګ له وضعيت هم ناخبر دي.
نوموړي پرون جمعه د (زمري په ۲۸مه) په کندهار کې د وروستۍ قومي لويې غونډې ترسره کېدو ته په اشارې سره ويلي، په ياده غونډه کې د طالب مشرانو نصيحتي خبرې دا په ډاګه کوي، چې ياده ډله د موجوده خپلمنځي اختلافاتو او د واک له بېرته بايللو ويرېږي.
محب زياته کړې، چې د يواې ځانګړې طبقې له لوري د واک انحصا ولس مجبوروي، چې د خپل حق لپاره عملا اقدام وکړي.
د کندهار په وروستۍ غونډه کې د ملا هبتالله په شمول له ۳زور ډېرو طالب چارواکو، قومي مشرانو، د تېر حکومت ځينو چارواکو، ديني عالمانو او مدني فعالانو ګډون درلود.
دوی د يوه پرېکړهليک په خپرولو سره له نړيوالو غوښتي، چې افغانستان سرپرست حکومت په رسميت وپېژني او د ستونزو حل په موخه دې ورسره تعامل وکړي.
په پرېکړهليک په کابل کې د امريکا له لوري هوايي بريد غندل شوی او ويل شوي دي، چې په نوموړي هوايي بريد کې همکار هېوادونه هم په دې جرم کې له امريکا سره شريک دي.
د امريکا ولسمشر جوبايډن ويلي، چې په کابل يې کې دغه هوايي بريد د القاعده شبکې پر مشر ايمن الظواهري کړی او په ترڅ کې يې نوموړی له منځه وړل شوی دی.