Home » افغانستان » حقاني: پر افغانستان د امريکا بنديزونو زلزله ځپلو ته د بهرنيو مرستو لېږد اغيزمن کړی

حقاني: پر افغانستان د امريکا بنديزونو زلزله ځپلو ته د بهرنيو مرستو لېږد اغيزمن کړی

د کورنيو چارو سرپرست وزير سراج‌الدين حقاني وايي، چې پر افغانستان د امريکا له لوري لګېدلي بنديزونو زلزله ځپلو خلکو او سيمو ته د مرستندويه بنسټونو او د ځينو هېوادونو د مرستو لېږدول اغېزمن کړي دي.

نوموړي له الجزيره ټلوېزيون سره په خپله تازه مرکه کې زياته کړې، چې نړيوال د هغه سخت دريځ له مخې چې د اسلامي امارت پر وړاندې يې لري، ونه توانېدل چې له زلزله ځپلو خلکو سره اړينې مرستې وکړي.

حقاني ويلي، که د سرپرست حکومت او نړيوالو ترمنځ يو ارتباطي چېنل موجود وی، نو د افغانستان په سوېل ختيځ کې د زلزلې له امله پر رامنځته شوي ناورين ژر برلاسی کېدلی شول.

نوموړي ټينګار کړی چې نړيوال دې د اسلامي امارت پر وړاندې پر خپل دې دريځ له سره د غور کولو ترڅنګ، له زلزله ځپلو افغانانو سره لازمې مرستې وکړي.

د کورنيو چارو سرپرست وزير د خپلې مرکې په ترڅ کې زياته کړې، چې دامهال په پکتيکا کې د ژغورنې بهير پای ته رسېدلی؛ خو هغو خلکو ته د  سرپنا برابرول چې کورونه يې وران شوي، اوس هم يوه ننګونه ده.

شریکول:

About roydad

Leave a Reply

Your email address will not be published. Required fields are marked *

*

x

Check Also

پاکستان شاوخوا ۸۰۰ افغان کډوال بندیان کړي

په اسلام اباد کې د ...