په پاکستان کې له سياسي بدلون وروسته د افغانستان سرپرست حکومت په لومړي ځل غبرګون څرګند کړی او د دغه هېواد لومړي وزير په توګه يې د شهباز شريف ټاکل کېدل ارزښتمند بللي.
رئيسالوزرا محمد حسن اخند په دې اړه پرون جمعه د (غويي په ۲مه) خپره کړې اعلاميه کې شهباز شريف ته د مبارکۍ ويلو ترڅنګ هيله ښودلې، چې د نوموړي ټاکل کېدل به د افغانستان او پاکستان ترمنځ اړيکې نورې هم پياوړې کړي او دغه راز به د يادو اړيکو پياوړتيا د دواړو هېوادونو ترمنځ د پرمختګ، سولې او ثبات لامل هم شي.
نوموړي ډاډ څرګند کړی چې د افغانستان او پاکستان ترمنځ ښې او دوامداره اړيکي، د دواړو هېوادونو د اړيکو پياوړتيا لپاره خورا مهمې او ګټورې دي.
محمد حسن اخند داسې مهال د پاکستان لومړي وزير په توګه د شهباز شريف د ټاکل کېدو له امله د افغانستان او پاکستان ترمنځ د اړيکو پراختيا ته هيلهمندي ښيي، چې په وروستيو کې پر خوست او کونړ د پاکستان هوايي او ځمکنيو بريدو له امله د افغانانو غوسه اوس هم نه سړه شوې.