Home » افغانستان » حامد کرزی: د نجونو زده‌کړې د هېواد پرمختګ لپاره اړينې دي

حامد کرزی: د نجونو زده‌کړې د هېواد پرمختګ لپاره اړينې دي

د افغانستان پخواني ولسمشر حامد کرزي يو وار په هېواد کې د نجونو زده‌کړو ته د پراخې زمينې پر برابرولو ټينګار کړی او ويلي يې دي، چې د نجونو پر مخ بايد ښوونځي ژر او په بېړه پرانيستل شي.

کرزي دا څرګندونې نن د کابل له يو شمېر اوسېدونکو سره د ليدنې پرمهال کړي. نوموړي د نجونو زده‌کړې يوه مهمه اړتيا بللې او ويلي يې دي چې د نجونو زده‌کړو ته وده ورکول د افغانستان پرمختګ لپاره خورا مهم دي.

په ورته وخت کې د يادې ليدنې پرمهال د کابل اوسېدونکو د نجونو پر مخ د ښوونځيو پرانيستو ترڅنګ، دندو ته د ميرمنو په بېرته ستنېدو هم ټينګار کړی دی.

دوی ويلي چې اوسنی حکومت دې نجونو او هلکانو ته د زده‌کړو برابرې زمينې برابرولو ترڅنګ، ښځو ته دا فرصت برابر کړي چې دندو ته ستنې شي.

اسلامي امارت تر اوسه د نجونو د زده‌کړو په اړه بيا څه نه دي ويلي؛ خو په کور دننه او بهر تل د نجونو پر مخ د ښوونځيو پرانيستو غوښتنې روانې دي.

شریکول:

About roydad

Leave a Reply

Your email address will not be published. Required fields are marked *

*

x

Check Also

په سمنګان ولايت کې ترافيکي پېښې‌ ۳۶ کسانو ته مرګژوبله اړولې

د سمنګان امنيه قومانداني خبر ...