د امريکا متحدو ايالاتونو د ملي امنيت سلاکار جک سوليوان وايي، هېواد يې په پاکستان کې د پوځي هډو لرلو ته لېوال دی او د دغه هدف ترلاسه کولو لپاره يې هڅې هم پيل کړې دي.
جک سولیوان د دوشنبې په ورځ ( د غبرګولي ۱۷مه نېټه) رسنيو ته په خبرو کې ویلي چې په پاکستان کې د امريکا نظامي هډو د جوړولو په موخه يې د نوموړي هېواد له چارواکو سره مذاکرات هم کړي دي؛ خو سوليوان دې ته اشاره نه ده کړې چې په يادو مذاکراتو له پاکستاني لوري سره هوکړې ته رسېدلي او که نه؟
نوموړي ټينګار کړی، د دې لپاره چې افغانستان يو وار بيا د ترهګرۍ له ځالو خوندي پاتې شي، نو اړتيا ده چې امريکا له نږدې د دغه هېواد د وضعيت څارنې په هدف په پاکستان کې نظامي هډې ولري.
له دې وړاندې نيويارک ټايمز د استخباراتي سرچينو په حواله راپور ورکړی و چې امريکا په پاکستان کې د نظامي هډو جوړول غواړي او پر همدې موضوع د بحث لپاره د امريکا استخباراتي ادارې (سي ای اې) رئيس پاکستان او افغانستان ته سفر هم کړی.
خو هغه مهال پاکستاني چارواکو په پاکستان کې د امريکا له لوري د نظامي هډو جوړول او يا هم پر ياده موضوع د دواړو هېوادونو ترمنځ مذاکرات رد کړي وو.