Home » افغانستان » جوزجان کې پر کولرا اخته ۱۲تنه مړه شوي

جوزجان کې پر کولرا اخته ۱۲تنه مړه شوي

د جوزجان ورغتيايي مسولانو خبر ورکړی، چې په وروستۍ موده کې شاوخوا اووه زره کسان په دې ولايت کې پر کولرا ناروغۍ اخته شوي دي.

باختر خبري اژانس نن پنج‌شنبه د (چنګاښ په ۳۰مه) د نوموړي ولايت د روغتيايي مسوولانو له قوله ويلي، چې شاوخوا ۷زره کسان د شبرغان په شمولو د جوزجان په ټولو ولسواليو کې پر کولرا اخته شوي او له ډلې يې تر دې مهال ۱۲ تنه مړه شوي هم دي.

د روغتيايي مسوولانو په خبره، پر کولرا د اخته کسانو له ډلې دامهال ۲زره او ۶۴۴ تنه په بېړني حالت کې له درملنې لاندې دي.

له دې سره د زابل ځايي مسوولانو هم خبر ورکړی چې دغلته په وروستيو ۲ ورځو کې لږ تر لږه ۴زره تنه په ترينکوټ او نورو ولسواليو کې پر کولرا اخته شوي دي.

کولرا ناروغۍ په يو شمېر ولايتونو کې د هوا له ګرمېدو او دغه راز د سختو اورښتونو له امله د سيلابونو له راوتو سره زور کړی. ډاکټرانو ويلي، چې د يادې ناروغۍ اصلي لامل د ناپاکو اوبو څښل او ورڅخه د خوړو په تيارولو کې ګټه اخيستنه ده.

شریکول:

About roydad

Leave a Reply

Your email address will not be published. Required fields are marked *

*

x

Check Also

په سمنګان ولايت کې ترافيکي پېښې‌ ۳۶ کسانو ته مرګژوبله اړولې

د سمنګان امنيه قومانداني خبر ...