د جوزجان ولایت په شبرغان ښار کې د افغانستان د ترکمنانو لومړنۍ خصوصي راډیو فعالیت پیل کړ.
د دې راډیو د امتیاز خاوند عبدالبشیر حکیمي پرون سې شنبه (د کب ۱۹مه) ازادي راډیو ته وویل چې دغې ترکمني سیمه ییزې راډیو خپلې خپرونې سر له سې شنبې د (اېف اېم ۹۲/۹) پر څپو پیل او هره ورځ به د سهار له شپږو بجو د ماښام تر لسو بجو په ترکمني او نورو رسمي ژبو خپرونو ته دوام ورکړي.
حکیمي زیاته کړه: “په جوزجان ولایت کې د فرهنګیانو په همکارۍ او هڅو مو دا پریکړه وکړه چې په ترکمني ژبه یوه سیمه ییزه راډیو جوړه کړو، څو له دې لارې وکولی شو د ترکمن ټبر پر حق غږ تر مسولینو ورسوو.”
په جوزجان ولایت کې ۱۳ سیمه ییزې راډیوګانې او څلور ټلوېزیونونه خپرونې لري.
تردې یوه ورځ دمخه په فراه ولایت کې هم د صدای زن (د ښځوغږ) په نامه سیمه ییزې راډیو فعالیت پیل کړ.