د بهرني رسنیو د راپورونه له مخې د امریکا متحده ایالاتونو منتخب ولسمشر جوبایډن ویلي چې د امریکا ملي امنیت او نورې اړوندې ادارې د ډونالډ ټرمپ پاچاهۍ پر مهال لوی او سخت زیانمن شوي دي.
جوبایډن دغه څرګندونې د خپل بهرني سیاست او ملي امنیت سلاکارانو سره تر لیدنې وروسته وکړې.
بایډن وايي تر اوسه پورې د امریکا دفاع وزارت په شمول له مهمو امنیتي ادارو اړین او لومړني معلومات نه دي تر لاسه کړي.
دا په داسې حال کې ده چې جوبایډن د راتلونکي کال د جنورۍ په ۲۰ رسما د امریکا ولسمشر اعلانیږي.
منتخب ولسمشر بایډن دا هم وویل چې دفاع وزارت، د بودیجې اداره او د حکومت مدیریت کې یې همکاران له خنډونو سره مخ دي.
بل لور ته د جوبایډن له خبرو وروسته د امریکا سرپرست د دفاع وزیر مېلر وویل د واک لېږدولو ملاتړ لپاره ډېر مسلکیتوب سره کار کوي.