سپينې ماڼۍ خبر ورکړی چې ولسمشر جوبايډن له افغان پنا غوښتونکو سره د مرستې په موخه ۹۷۶.۱ ميليونه ډالر ځانکړي او په دې اړه يې بهرنيو چارو وزارت لارښوونه کړې چې دا اندازه پيسې د بېړنيو مرستو له صندوق څخه ولګوي.
د سپينې ماڼۍ له لوري په دې اړه خپاره شوي بيان کې ويل شوي، دغه اندازه پيسې به د کډوالۍ له بحران سره پر مبارزې، د پناه غوښتونکو لپاره د اړتيا وړ توکو پر رانيولو او دغه راز د هغو کسانو پر را ايستلو ولګول شي چې دامهال په افغانستان کې دي او ژوند يې له ګواښ سره مخ دی.
د سپينې ماڼۍ د مالوماتو له مخې، دغه ځانګړې شوې پيسې به د نړيوالو سازمانونو او د امريکا دولتي او نادولتي بنسټونو له لوري ولګول شي.
د راپورنو له مخې، لا هم د افغانستان يو شمېر هوايي ډګرونو له لارې د هغو افغانانو د ايستلو لړۍ دوام لري، چې د امريکا او يا هم د بهرنيو ځواکونو له ماموريت سره يې همکاري کړې ده.