د ایران د بهرنیو چارو وزیر وایي د افغان سولې بريا زموږ بريا ده، ترې ملاتړ کو.
د ایران د بهرنیو چارو وزیر جواد ظریف د افغانستان د ملي پخلاینې عالي شورا له مشر عبدالله عبدالله سره لیدلي دي.
په دغه لیدنه کې جواد ظریف ویلي، هېواد یې په افغانستان کې د سولې بریا خپله بریا ګڼي او د سولې لپاره د افغان حکومت له روانو هڅو ملاتړ کوي.
ظریف د ایران او افغانستان ترمنځ اړیکې دوستانه ګڼلي او د سولې په تړاو يې له سیمه اییزې اجماع څخه ملاتړ په ډاګه کړی.
عبدالله هند او پاکستان ته د خپل سفر په تړاو ایراني چارواکو ته مالومات ورکړي او زیاته کړې یې ده چې په افغانستان کې د سولې لپاره یو استثنايي فرصت برابر شوی دی.