د جنوبي وزيرستان ځايي اوسېدونکي وايي، چې نن سېشنبه د (لړم په ۲۵مه) دغلته د قومي مشرانو او ديني عالمانو پر يوه ګډه غونډه د لاسي بم بريد شوی دی.
د دوی په خبره دغه بريد غرمه مهال د جنوبي وزيرستان په مرکز واڼه کې د قومي مشر جميل وزير په کور کې پر غونډه شوی او په پايله کې يې اووه تنه د غونډې ګډونوال ټپيان شوي دي.
ځايي خلکو رسنيو ته ويلي چې په ژوبلو شويو کسانو کې د درېيو کسانو روغتيايي وضعيت د اندېښنې وړ دی.
په واڼه کې حکومتي چارواکو هم د قومي مشرانو او ديني عالمان پر غونډه دغه بريد منلی او ويلي يې دي چې سيمې ته پوليس د پلټنو په موخه رسېدلي دي.
دوی زياته کړې چې بريدګر له بريد کولو وروسته له سيمې تښتېدلی دی او پوليسو يې د نيولو هڅې پيل کړې دي.
پر قومي مشرانو او ديني عالمانو دغه بريد داسې مهال کېږي چې په شمالي او جنوبي وزيرستان کې د هدفي وژنو لړۍ ګرمه روانه ده. د قبايلي سيمو فعالان او د پښتون ژغورنې غورځنګ په يادو هدفي بريدونو کې د پاکستان استخباراتي ادارې لاس شامل بولي او وايي، په يادو سيمو کې تل هغه قومي مشران او ځوانان په نښه شوي چې د خپل حق غوښتنه يې کړې ده.