په قبايلي سيمه جنوبي وزيرستان کې زرګونه ځايي اوسېدونکو نن يکشنبه د (لړم په ۲۲مه) د ترهګرۍ خلاف او د امن په پلوۍ سولهييز پاڅون او لاريون وکړ.
لاريون کوونکو د اعتراض په توګه د واڼه له رستم بازار څخه پلی تګ پيل او له بازار څخه په څو سوه مترۍ کې د جاوېد سلطان په نوم د پاکستاني پوځيانو تر مرکز لاړل.
دغه لاريو د پښتون ژغورنې غورځنګ په شمول د سياسي ګوندونو له لوري په پښتونخوا او قبايلي سيمو کې د ترهګرۍ د خورېدو خلاف په لار اچول شوی و. لاريونوال د پاکستان پر حکومت او پوځ تور پورې کاوه، چې ګواکې په قبايلي سيمو کې د ناامنۍ تر شا دوی دواړه ولاړ دي.
دوی د ترهګرۍ خلاف د شعارونو په ورکولو سره غوښتنه کوله، چې د امنيت ټينګول د پاکستان د حکومت مسووليت او د خلکو حق دی او په خبره يې له همدې کبله دې خلکو ته خپل حق ورکړل شي.
دوی په خپلو شعارونو کې ټينګار درلود، چې د خلکو ورک کېدل (اغوا کول) نه مني او دغه راز دې حکومت له خپلې زموارۍ سره سم د خلکو امنيت ټينګ کړي.
په دې لاريون کې د وزيرستان پانګوالو او سوداګرو هم برخه لرله او نيوکه يې کوله، چې د ترهګرۍ له امله په اوس کې له وزيرستان څخه سوداګر او پانګوال له خپلو شتمنيو سره يو ځای د وتلو په حال کې دي.
د دوی په خبره اوسني وضعيت د سوداګرو د کاروبار ترڅنګ، له اقتصادي پلوه د ځايي اوسېدونکو ژوند له ستونزو او کړاوونو سره مخ کړی دی.