د روسيې او اوکراين ترمنځ د جګړې په لړ کې جرمني تازه اوکراين ته د نوو وسلو د ورکړې پرېکړه کړې ده.
د يادې پرېکړې له مخې به ۱۰۰۰ د ټانک ضد او ۵۰۰ د الوتکو ضد سټينګر توغندي اوکراين ته ورکړل شي. جرمني دغه راز هالنډ ته هم اجازه ورکړې چې په جرمني کې جوړ شوي د ټانک ضد لسګونه دستګاوې اوکراين ته ورکړي.
د جرمني لومړي وزير اولاف شولز د اوکراين جګړه اشغال او مهم بدلون بللی دی. نوموړي ويلي، لوېديځ دنده لري چې هر ډول ممکن اقدام وکړي څو په خبره يې اوکراين د روسيې پر وړاندې خپله دفاع وکړي.
له دې سره هالنډ لومړي وزير مورا ويڅکي بيا نيوکه کړې چې لوېديځ پر وخت اوکراين ته وسلې نه دي ورکړي. د نوموړي حکومت پرېکړه کړې چې ۲۰۰ سټينګر توغندي او د ټانک ضد ۵۰ دستګاوې به د هغوی له ۲۰۰ توغنديو سره يو ځای ژر اوکراين ته ولېږي.
د اوکراين ولسمشر ولاديمير زلينسکي د يادو پرېکړو هرکلی کړی او ټينګار يې کړی چې جرمني او هالنډ دې خپل دې دريځ ته دوام ورکړي.