د جرمني چارواکي، د یوې ښي اړخي افراطي ډلې پر ضد د پلټنو په ترڅ کې په سلګونو میله وسلې او په زیات شمېر مهمات ترلاسه کړې دي.
داسې ادعا کیږي، چې دغې ډلې غوښتل د جرمني حکومت نسکور کړي.
د جرمني عدلې وزارت پرون وویل، چې تر اوسه درې سوه دوه شپیته میله وسله، درې سوه اووه څلویښت میله جریحه داره وسایل او نژدې یو نیم لک مهمات موندل شوي دي.
د جرمني سترې محکمې رایش ډله تورنه کړې ده، چې په زوره د جرمني د سیاسي سیستم د نسکوریدو نیت لري.