د جرمني مقاماتو ویلي چې د ۲۹ پولیس منصبدارنو دنده، د موبایلونو له طریقه د نازیانو د مشر ادلف هټلر د عکسونو او د نازیانو د حاکمیت دوران کې د ګازو په داشونو کې د مهاجرو د سوزولو د اړوندو لیکنو د تبادلې له کبله ځنډول شوې ده.
د جرمني د نارد راین ویستپالیه ایالت چارواکو د چهارشنبې په ورځ سپتمبر ۱۶ (وږي ۲۶) وویل چې پدغو منصبدارانو همداشان تور پوری شوی چې د ښي اړخي افراطي بحث لپاره یې انلاین ګروپونه جوړ کړي وو او لدې لارې د نازي رژیم د مات صلیب په څېر یو شمیر سمبولونه ښودل شوي دي. دغه کار د جرمني له اساسي قانون نه سرغړونه ګڼل کیږي.
دغه پیښه د جرمني د پولیسو او امنیتي سازمانونو لپاره یو شرم ګڼل کېږي چې ندي توانیدلي د پولیسو په لیکو کې د سخت دریځو ملتپالو مخه ونیسي.
دا په جرمني کې یوه حساسه موصوع ده، چېرې چې په دویمې نړیوالې جګړې کې د نازیانو لخوا د مېلیونونو یهودانو د وژلو په اړه زیات عامه پوهاوی شته.
د نارد راین ویستپالیه ایالت د کورنیو چارو وزیر هربرت رویل ویلي چې لدغو ۲۹ نارینه او ښځینه پولیسو نه د تحقیقاتو د کولو سپارښتنه شوې ده.
هغه وویل چې دا «ددې ایالت د پولیسو لپاره د ننګ خبره ده.»
ښايي یو شمېر پولیس د نازي پروپاګند او کرکجن تبلیغ په کولو تورن شي او یو شمېر یې د پولیسو له لیکو نه وویستل شي.
د جرمني د ایسن ښار د پولیسو مشر فرانک ریشتر چې زیات شمیر تورن پولیس له همدې ښار څخه دي، وایي: «زه وډارېدم او وشرمېدم. مشکله ده چې (د اظهار لپاره) کلمات ومومم.»