Home » سیمه او نړی » جرمني کې اووه تنه د احتمالي بریدونو ترسره کولو په تور نیول شوي

جرمني کې اووه تنه د احتمالي بریدونو ترسره کولو په تور نیول شوي

د جرمني پولیسو د پنجشنبې په ورځ جولای شپږمه (چنګاښ ۱۵) وویل، اووه کسان یې د ترهګریزو بریدونو د پلان کولو په تور نیولي چې د اسلامي دولت (داعش) له ډلې څخه یې الهام اخیستی و.

د جرمني لویې څارنوالۍ پنجشنبه (۶ جولای) خبر ورکړ چې د دوی په وینا د “اسلامي سخت دریځو یوه اووه کسیزه ترهګره ډله یې نیولې چې غوښتل د داعش لپاره یو لړ داسې بریدونه تر سره کړي چې د ټولو پام ور واړوي او په عمومي اراوو اغیز وکړي. “

لویې څارنوالۍ ویلي نیول شوي کسان “سخت دریځې مسلمانان” دي چې جرمني کې د ترهګرې ډلې په جوړولو رسما تورن شوي او دوی د تاجکستان، قرغزستان او ترکمنستان وګړي دي.

د جرمني دوچلې خبري چینل د معلوماتو له مخې جرمني کې د نیولو شویو اوو کسانو په ډله کې پنځه یې د تاجکستان وګړي دي.

لویې څارنوالي بیان کې راغلي چې پر اوکرایین د روسیې له جګړې لنډه موده وړاندې دوی جرمني ته راغلي او هلته یې یوه ترهګره ډلګۍ جوړه کړې وه. ویل شوي چې د دې ډلې په تړاو په نېدرلنډز (هالنډ) کې هم یو تن له خپلې مېرمنې سره یو ځای نیول شوی.

شریکول:

About خبري آژانس رویداد

Leave a Reply

Your email address will not be published. Required fields are marked *

*

x

Check Also

په هند کې څه باندې ۳۰ هوايي ډګرونو خپل فعالیتونه ځنډولي

د هند او پاکستان ترمنځ ...