جرمني اعلان وکړ چې د اروپايي هېوادونو له لوري د ۴۰زره افغانانو د منلو له هوکړې سره سم به، دغه هېواد له ياد شمېر ۲۵زره افغانانو ته په خپل هېواد کې پنا ورکړي.
د دغه هېواد چارواکو ويلي، د هغو افغانانو پنا غوښتنه مني چې د په افغانستان کې د طالبانو له لوري د واک له نيولو سره سم يې ژوند په خطر کې لوېدلی وي.
د چارواکو په خبره، له ۲۰۱۵ زېږديز کال را په دېخوا ۹سوه زره کسان په جرمني کې د پنا اخيستو هڅه کوي، چې ډېره يې د افغانستان، سوريې او عراق وګړي دي.
له دې يوه ورځ وړاندې اروپايي ټولنې اعلان کړی و چې د يادې ټولنې غړي هېوادونه به په افغانستان کې وضعيت او خطرونو ته په پام سره ۴۰ زره افغانانو ته پنا ورکړي.