Home » افغانستان » جرمني له افغانستان څخه د کډوالۍ فردي او نوي غوښتنليکونه نه مني

جرمني له افغانستان څخه د کډوالۍ فردي او نوي غوښتنليکونه نه مني

د جرمني کورنيو او بهرنيو چارو وزارتونو په يوه تازه اعلاميه کې خبر ورکړی، چې له افغانستان څخه جرمني ته د کډوالۍ او له نوموړي هېواد څخه د زيانمنو شوو افغانانو د ايستلو په بهير کې فردي او نوي غوښتنليکونه نه منل کېږي.

په اعلاميه کې ويل شوي، دامهال له هغو بنسټونو سره چې د جرمني دولت له لوري د اغيزمنو شوو افغانانو په تشخيصولو کې باصلاحيته پېژندل شوي، ډېر افغانانو له وړاندې ثبت دي. د اعلاميې له مخې، ياد باصلاحيته بنسټونه به د همدې افغانانو اسناد څېړي او له تشخيص وروسته به يې دولت ته د دوی د را ايستلو کارونو پر مخ وړلو لپاره معرفي کوي.

دې هېواد په تېر اکټوبر کې اعلان وکړ چې تر ۲۰۲۵ زېږديز کال پورې به په مياشتنۍ توګه له افغانستان څخه ۱۰۰۰ تنه هغه کسان وباسي، چې په افغانستان کې دننه له خطر سره مخ دي.

د جرمني چارواکو په خبره، په دې پروګرام کې هغو کسانو ته لومړيتوب په پام کې نيول شوی، چې د خپلې کاري مخينې، د ښځو حقونو د تحقق لپاره د مبارزې، بشري حقونو، په عدلي او قضايي بنسټونو کې د کار کولو، سياست، رسنيو، پوهنې او فرهنګي فعاليتونو له امله له سز او يا هم له خطر سره مخ دي.

شریکول:

About roydad

Leave a Reply

Your email address will not be published. Required fields are marked *

*

x

Check Also

په سمنګان ولايت کې ترافيکي پېښې‌ ۳۶ کسانو ته مرګژوبله اړولې

د سمنګان امنيه قومانداني خبر ...