Home » افغانستان » جرمني: د تاشکند له لارې له ۵ زرو زيات افغانان جرمني ته لېږدول شوي

جرمني: د تاشکند له لارې له ۵ زرو زيات افغانان جرمني ته لېږدول شوي

د ازبکستان په پلازمېنه تاشکند کې د جرمني سفارت وايي، په افغانستان کې له سياسي بدلون وروسته يې زرګونه هغه افغانان د تاشکند هوايي دهليز له لارې جرمني ته لېږدولي، چې په بېړنۍ توګه يې خونديتوب ته اړتيا درلوده.

دې سفارت نن دوشنبه د (زمري په ۳۱مه) خپل ټوېټر کې ليکلي، د يادو افغانان شمېر ۵۳۴۷ تنه دی چې ازبکستان ته له رسېدو وروسته جرمني ته لېږدول شوي دي.

د نوموړي سفارت په خبره، جرمني ته د ازبکستان له لارې د ياد شمېر افغانانو د لېږدلو په پروسه کې، په کابل کې د تاشکند او تاشکند کې د کابل سفارت فعاله ونډه درلوده.

جرمني داسې مهال د ازبکستان له لارې د زرګونه افغانانو د لېږدولو خبر ورکوي، چې له دې وړاندې يې له ايران او پاکستان څخه هم د لسګونه زره افغانانو د لېږدولو خبره کړې.

د جرمني چارواکو په خبره، د يادو لېږدول شوو افغانانو په ډله کې ډېری هغه کسان شامل دي، چې په افغانستان کې يې د جرمني له ملکي او نظامي ماموريت سره همکاري کړې او يا هم په افغانستان کې له سياسي بدلون وروسته د مرګ له ګواښ سره مخ وو.

شریکول:

About roydad

Leave a Reply

Your email address will not be published. Required fields are marked *

*

x

Check Also

په سمنګان ولايت کې ترافيکي پېښې‌ ۳۶ کسانو ته مرګژوبله اړولې

د سمنګان امنيه قومانداني خبر ...