د چاپیریال ساتنې په چارو کې د امریکا ځانګړي استازي ویلي، مخکې تر دې چې د نړۍ د اقلیمي بدلونونو تخریب د نه جبران حالت ته ورسېږي، اړتیا ده چې د امریکا متحده ایالات او اروپایي ټولنه دې برخه کې ګډې هڅې وکړي.
جان کري د مارچ پر نهمه په بروکسل کې دا خبره کړې ده.
تمه ده جان کري د اروپایي کمېسیون له مشرې اورزلا وان دیرلاین او د هغې له لوړ پوړي ټیم سره په دې اړه مخامخ خبرې وکړي.
په واشنګټن کې د نوي ادارې له راتلو راهیسې دا لومړی ځل دی چې دا دواړه لوري مخامخ خبرې سره کوي.
دا لیدنه داسې مهال کېږي چې تمه ده د چاپیریال د بدلون په اړه د ملګرو ملتونو ۲۶مه غونډه په نوومبر میاشت کې په سکاټلنډ کې ترسره شي.
جان کري خبرداری ورکړی چې د سکاټلنډ په ګلاسکو کې دا غونډه به د اقلیمي بدلونونو په چارو کې وروستۍ ښه فرصت وي. هغه هیله وښوده چې نړۍ به له دې فرصته ښه ګټه واخلي.
تېره میاشت وروسته له هغه چې د امریکا نوي ولسمشر جوبایډن واک واخېست، د امریکا متحده ایالات د اقلیمي بدلون سره د مبارزې برخه کې د پاریس له تړون سره بېرته یوځای شو. اروپایي مشرانو د دې اقدام تود هرکلی وکړ.
د امریکا پخوانی ولسمشر ډونالډ ټرمپ په ۲۰۱۷ میلادي کال کې له دې تړونه امریکا ایستلې وه.