Home » افغانستان » “تېر کال يو ميلون افغانان له ايران او پاکستان بېرته هېواد ته راستانه شوي”

“تېر کال يو ميلون افغانان له ايران او پاکستان بېرته هېواد ته راستانه شوي”

د کډوالو نړيوال سازمان يا (IOM) وايي، په تېر ۲۰۲۱ زېږديز کال کې افغانستان ته له ګاونډيو هېوادونو په ځانګړې توګه له ايران او پاکستان څخه د راستنو شويو افغانانو شمېر يو ميليون کسانو ته رسېږي.

نوموړي سازمان په دې اړه نن تازه د (مرغومي په ۱۸مه) خپاره کړي راپور کې ويلي، په ۲۰۲۱ زېږديز کال کې د راستنو شويو افغان کډوالو دا شمېر د وړم ۲۰۲۰ زېږديز کال د شمېرو په پرتله، ۳۶ سلنه زياتوالی ښيي.

د کډوالو نړيوال سازمان په راپور کې زياته شوي، د تازه راستنو شويو کډوالو يو شمېر يې په خپله خوښه نه دي راستانه شوي. د راپور له مخې ځينو کسانو په ايران او پاکستان کې د اوسېدو قانوني اسناد، د کورنۍ د تمويل په موخه مالي ملاتړ نه درلود او له همدې کبله له يادو هېوادونو له لوري بېرته افغانستان ته ګرځول شوي دي.

شریکول:

About رویداد خبری آژانس

Leave a Reply

Your email address will not be published. Required fields are marked *

*

x

Check Also

په سمنګان ولايت کې ترافيکي پېښې‌ ۳۶ کسانو ته مرګژوبله اړولې

د سمنګان امنيه قومانداني خبر ...